IQNA

  پاکستان افغانان د زور له لارې او ایران له افغانستان سره د یو ګډمیکانیزم له لارې خپل هیواد ته ستنوي

11:02 - April 07, 2025
د خبر لمبر: 3490922
ایکنا- د افغانستان د طالبانو د کډوالو او د بېرته ستنیدو د چارو وزارت وایي، پاکستان غواړي افغانان د زور له لارې بېرته ستانه کړي او ایران غواړي چېد کډوالو د ستنولو لپاره له افغانستان سره د تفاهم له لارې یو ګډ میکانیزم جوړ کړي.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور  راکوي، دافغانستان د طالبانو حکومت د کډوالو د چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، د کډوالو راستنول د افغانستان رسمي پالیسي ده، خو دا باید له پاکستان سره د یوه ګډ میکانیزم له مخې وي، تر څو کډوال په تدریجي او په «عزت» سره راستانه شي.

هغه زیاته کړه: "موږ له پاکستاني چارواکو سره په دې اړه ناستې کړي او لا هم ورسره په تماس کې یو. زموږ غوښتنه دا ده چې دوی (افغان کډوال) باید په زوره ونه باسي، ځکه چې اخراج نه یوازې د نړۍوالو قوانینو خلاف دی، بلکې د اسلامي ارزښتونو خلاف او د ښه ګاونډیتوب د اصولو خلاف عمل دی."

دا په داسې حال کې ده، چې د شنبې په ورځ بیا ټولټال ۷۷۷ افغانان د تورخم له لارې اېستل شوي دي.

د خیبر په ولسوالۍ کې یوه جګپوړي چارواکي پاکستانۍ رسنۍ ډان ته ویلي، چې د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې ۱۱۲۷۲ افغانان بېرته راستانه شوي دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د پاکستان استازې فلیپا کینډلر په وینا، پاکستان د ۱.۵۲ میلیون راجستر شويو افغان کډوالو او پناه غوښتونکو کوربه توب کوي.

د اټکل مخې، اته لکه افغانان د ACC کارتونه لري او نور په دې هېواد کې پرته له رسمي پېژندګلوۍ ژوند کوي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i158820   

captcha